توماس نېکلاسن افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو مخ په زیاتیدونکی ګواښ د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري او پراخ ملي ډیالوګ ترسره ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي سیسټم رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي.

نېکلاسن همدارنګه ویلي، دې ته په پام چې په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بند شوی یا یې فعالیت درول شوی او لږ خبریالان او ډیپلوماټان له دې هېواده راپورونه ورکوي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکونکي، یوناما او د نورو لورو پر حقایقو ولاړ د بشري حقونو پر وضعیت څارنه ډېره مهمه ده.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ملګروملتونو او د بشري حقونو مدافع ډلو په دې هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د لا خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د دې هېواد د ټولو وګړو د اساسي حقونو درناوی وکړي.