يو‌ان‌اچ‌سي‌ار د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پيل کړي

هرات کې داخلي بې‌ځايه شوي، انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یو‌‌ان‌ایچ‌سي‌ار او بشري مرستندویه شریکانو یې د افغان کډوالو د ستونزو په وړاندې د غبرګون پلان عملي کول پیل کړي دي.

یوان‌ایچ‌سي‌ار په خپله وېبپاڼه کې ویلي چې، د دغه پلان له‌مخې د افغان کډوالو په ګډون د ۵،۲ ملیون افغانانو او په سیمه کې د هغو هېوادونو چې د ۲،۷ ملیون افغانانو کوربه‌توب کوي، ملاتړ کېږي.

د ۲۰۲۳ کال د افغانستان د وضعیت لپاره د سیمه‌يیزو کډوالو غبرګون پلان په پنځو ګاونډیو هېوادونو، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۱۳ ملیون ډالرو غوښتنه کوي.

یوان‌ایچ‌سي‌ار ویلي چې، دا هېوادونه د شاوخوا ۸،۲ ملیون افغانانو کوربه‌توب کوي چې، له ۲ ملیونو څخه زیات یې راجستر شوي کډوال دي.

ویل شوي چې ډېری دغه کډوال د لسیزو راهیسې په سیمه په تېره بیا اکثره یې په ایران او پاکستان کې اوسي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په وینا له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان بیا واکمن شوي، د اټکل له‌مخې تر اوسه ۱،۶ ملیونه نور افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.