د اوکراین د غلې صادراتو په اړه د شوې موافقې د تمدید هڅې روانې دي

د تور سمندرګي یوه څنډه

ترکي چارواکي وايي، د هغې موافقې د تمدید لپاره خبرې لا هم روانې دي چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې صادراتو ته اجازه ورکوي.

د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه بیان کې یادونه کړې چې روسیې د نورو شپېتو ورځو په مخه د دې موافقې تمدید منلی دی.

مسکو او کییف د تېرکال په جولای میاشت کې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب موافقه وکړه چې د اوکراین د غلو دانو صادرات به د تور سمندرګي له لارې ترسره کېږي.