استرالیا له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي

د عکس ښي لور ته د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک، د عکس منځ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د استرالیا صدراعظم انټوني البانیزي

استرالیا د خپلو سمندري ځواکونو د عصري کولو لپاره له امریکا یرغلیزې او هسته یي تحت البحري بېړۍ اخلي.

دغه خبره د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن، د استرالیا صدر اعظم انټوني البانیزي او د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک وکړه.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په هندو-پاسفیک سیمه کې د چین نفوذ ته اندېښنې په زیاتېدو دي.

اسوشېټېډپرېس اژانس ویلي، بایډن د اوکاس په نوم هستوي مشارکت کې له البانیزي او سوناک سره د خبرو لپاره سن دیګو ته ولاړ.

اوکاس یا د استرالیا، بریتانیا او امریکا مشارکت ۲۰۲۱ کال کې اعلان شوی دی.