افغان کرکټ بورډ: ملي لوبډله له پاکستان سره لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د یوې پخوانۍ لوبې انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډله له پاکستان سره د راروانې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په ۲۴، ۲۶ او ۲۷مه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د افغانستان په کوربه توب درې شل اووریزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر خپله فېسبوکپاڼه د ملي لوبډلې د لوبغاړو او مرستیال روزونکي د پیغامونو په خپرولو سره دې لوبلړۍ ته د خپل چمتووالي خبر ورکړی.

د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس خان احمدزي ویلي چې افغان لوبغاړي لازم چمتووالی لري.

هغه وویل: "په شارجه کې او دلته مو تمرینات کړي نو پوره پوره آماده یو او هڅه به مو دا وي چې په دې سیریز یا لوبلړۍ کې هرې هغې برخې ته چې موږ پوهېدلو چې هلته نیمګړتیا شته هغه پوره کړو او له پاکستان سره یوه بهترینه لوبلړۍ ترسره کړو."

په عین حال کې د پاکستان کرکټ بورډ له افغانستان سره د لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله او لوبډلمشر پرون اعلان کړل.

په دې لوبه کې به د پاکستان لوبډلمشري د بابر اعظم پر ځای شاداب خان کوي.