د ایران په تبریز کې د هستوګنې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه اوو تنو ته رسېدلی.
د ایران فارس خبري اژانس د اطفایې د کارکونکو له قوله ویلي چې، دغې چاودنې چې پرون سهار شاوخوا درې بجې وشوه، درې ودانۍ ویجاړې او شاوخوا شل اپارتمانونو ته یې زیان رسولی.
په دغه چاودنه کې چې چارواکو یې تر اوسه علت نهدی ښودلی، لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د اطفایې کارکونکو ویلي چې ښایي دغه چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله رامنځته شوې وي.
چارواکو مخکې د مړو شویو کسانو شمېر پنځه تنه ښودلی و.