د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO کابل ته د اروپایي ټولنې د روغتیایي مرستو د یوې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.
WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، په دغه کڅوړه کې چې د هوا له لارې کابل ته رسېدلې، طبي وسایل او په ټول افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو لپاره د لومړنیو روغتیایي مرستو کېټونه شامل دي.
دې سازمان همدارنګه ویلي چې، د اروپایي ټولنې د ملاتړ پر مټ به په افغانستان کې ډېر خلک روغتیایي مرستو او درملو ته لاسرسی پیدا کړي.
په عین حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د بامیان ولایت د مسوولینو له قوله په دې ولایت کې د یوه روغتون د پرانيستلو خبر ورکړی دی.
ویل شوي چې، د انتاني ناروغیو د درملنې دغه دېرش بستریز روغتون هم د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته فعالیت ته چمتو شوی دی.