رينا اميري: څوک چې له حساب ورکولو بېريږي پر رسنيو حملې کوي

رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په مزارشریف کې پر تبیان فرهنګي مرکز د حملې له قربانیانو او د کورنیو له غړیو سره یې د خواخوږي ښودلې.

نوموړې ویلي چې، پر خبریالانو او رسنیو حملې هغوی کوي چې له حساب ورکولو بېریږي.

نوموړي پرون په یوه ټویټ کې وویل، خبریالان د ښې حکومتولۍ د پراختیا لپاره خپل ژوند په خطرکې اچوي، باید د هغوی دفاع اوکلک ملاتړ یې وشي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دغه برید مسولیت پر غاړه واخیست.

د جرمني خبري اژانس د راپور له‌مخې په داعش پورې تړلي اعماق وېبپاڼه کې پرون یکشنبې دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې، د شیعه ګانو پر فرهنګي مرکز دغه برید یې په یوه بکس کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په وسیله ترسره کړی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي، پر دې مرکز په برید کې یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي.

خو د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه د وژل شویو کسانو شمېر درې تنه او د ټپیانو ۱۶ تنه ښیي.

په مزارشریف کې د تبیان پر فرهنګي مرکز دغه برید داسې مهال وشو چې، یو شمېر خبریالانو ته د ستاینلیکونو مراسم ترسره کېدل.

د اسلامي دولت ډله د خراسان څانګه د دغه برید مسولیت یوازې دوه ورځې وروسته له هغې اخلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د بلخ لپاره د طالبانو د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو مسولیت هم اخیستی و.