بلخ کې پر تبيان فرهنګي مرکز د بريد مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې ومانه

تبيان فرهنګي مرکز له بريد وروسته

د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې يا داعش نن د مارچ په ۱۲مه په ټلېګرام کې د مزار شريف ښار کې پر تبيان فرهنګي مرکز د بريد مسؤليت ومانه.

طالب چارواکو ويلي وي، پر تبيان فرهنګي مرکز د تېرې ورځې بريد کې يو تن وژل شوی او د خبريالانو په ګډون اته کسان په‌کې ژوبل شوي دي.

خو د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، د شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د ستاینې په مراسمو کې د بريد له امله ۳ کسان وژل شوي او د ۱۶ خبریالانو په ګډون تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تېرو درې ورځو کې مزار شريف کې دوه بريدونه شوي دي چې په لومړي هغه کې يې د بلخ لپاره د طالبانو والي داود مزمل ووژل شو چې، د يادې حملې مسؤليت هم داعش ډلې منلی و.