مايک پينس: له ډونالډ ټرمپ سره دې حساب وشي

د امريکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستيال مايک پينس

د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني مرستیال ولسمشر مایک پینس د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په باب تر ټولو سخت ټکي وکارول.

مایک پینس په تېره دوره کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال و.

ښاغلي پینس نن ویلي، تاریخ به له ډونالډ ټرمپ سره د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل ور وړلو په پېښه کې د هغه د رول له کبله حساب کتاب وکړي.

پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پینس د کانګرس په ودانۍ کې و، چې د ټرمپ په زرګونو ملاتړو د کانګرس پر ودانۍ یرغل ور وړ او غوښتل یې کانګرس د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو له تایید راوګرځوي.

ډونالډ ټرمپ هغه ټاکنې د اوسني ولسمشر جو بایډن په وړاندې وبایللې.

مایک پینس وايي، ولسمشر ټرمپ په غلطه و.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې ګومان کېږي مایک پینس به د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري‌پالو له‌خوا کاندید شي.