مجاهد: ملګري ملتونه دې د طالبانو حکومت ته د افغانستان څوکۍ وسپاري

ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ

د طالبانو ویاند یو وار بیا خپل حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه وکړه.

ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن یکشنبه د ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، ملګرو ملتونو کې د تېر حکومت استازی د افغانستان استازولي نه‌شي کولای او دا څوکۍ باید اوسني حکومت ته وسپارل شي.

دا مهال په ملګرو ملتونو کې نصیر احمد فایق د افغانستان استازولي کوي او طالبانو مخکې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کوي، چې دوی ته د دې څوکۍ نه سپارل به له افغانانو سره جفا وي.