توماس وېسټ بلخ کې پر خبريالانو چاودنه تروريستي حمله بللې

بلخ کې پر خبريالانو د چاودنې انځور

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ په بلخ ولایت کې پر خبریالانو پرونۍ چاودنه تروریستي حمله بللې او غندلې يې ده.

پرون د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنې د طالبانو په وینا یو تن وواژه او د خبریالانو په ګډون اته نور ټپیان کړل، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو بیا د وژل شویو شمېر ۳ او د ټپي خبریالانو شمېر ۱۶ بللی دی.

توماس وېست نن سهار وختي پر خپل ټویټر کې لیکلي، چې واشنګټن د تاوتریخوالي دا روان بې مفهومه اعمال غندي.

د ژورنالېستانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون په یوه اعلامیه کې دا بمي چاودنه غندلې او په دې اړه یې د چټکو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیت هم په دې اړه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د تبیان په فرهنګي مرکز کې د شوې چاودنې پېښه له نږدې څاري.

هغه دا چاودنه په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بل ګوزار بللی دی.

لا چا د پرونۍ چاودنې مسوولیت نه‌دی منلی.