پرون د ترکيې په 'اژه سمندرګي' کې پنځه پناه غوښتونکي ډوب شوي دي

ارشيف

پرون شنبه هم د ترکیې په جنوب لوېدیځ اژه سمندرګي کې پنځه پناه غوښتونکي په اوبو کې ډوب شول.

د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي، دغه پناه غوښتونکي په یوه رابړي کښتۍ کې ظاهراً د یونان پر لوري روان شوي وو.

د ترکیې ساحلي ساتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي، یوولس پناه غوښتونکي ژغورل شوي او د پنځو نورو جسدونه ترلاسه شوي دي.

په وروستیو کې د افغانانو په ګډون د څو هېوادونو د پناه غوښتونکو د ډوبېدو خبرونه ورکول کېږي.