کرزي افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر ملي ډيالوګ ټينګار کړی

حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اروپايي ټولنې له یوې چارواکې سره د کتنې پر مهال، په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره پر ملي ډیالوګ ټینګار وکړ.

د ښاغلي کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې رافائلا یودیچه سره پرون په کتنه کې دا خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه هم وشوه.

طالبانو لا هم په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.