د خبريالانو فدراسيون او يوناما بلخ کې پر خبريالانو پرونۍ حمله وغندله

د افغان خبریالانو او د خبریالانو د ټولنو جلاوطنه فډراسیون مشرتابه د بلخ په یوه فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو پرونۍ حمله وغندله.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم په مزار شریف کې پر خبریالانو پرونۍ حمله په کلکو ټکو غندلې.

یوناما پرون پر خپل ټویټر کې ویلي، دا په مزار شریف کې تازه د نه منلو پېښه ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي او افغان خبریالان چې له ځانه یې لویه زړورتیا ښوولې باید خوندي کړای شي.

پرون د مزار شریف په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنې د طالبانو په خبره یو تن وواژه او د خبریالانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان کړل.

خو په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له لوري بیا په دې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر درې او د ټپیانو ۱۵ کسه ښودل شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت چا نه‌دی منلی. خو د داعش خراسان څانګې تېره پنج‌شنبه د بلخ لپاره د طالبانو د والي محمد داوود مزمل د وژنې مسوولیت ومانه.