د طالبانو مشر د کندهار والي د بلخ ولایت سرپرست په توګه ګمارلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولایت موقعیت

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د کندهار والي محمد یوسف وفا د بلخ د سرپرست والي په توګه ګمارلی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، نن سهار لیکلي، محمد یوسف وفا به د بلخ لپاره د نوي والي تر ټاکل کېدو دا دنده مخته یوسي.

د بلخ مخکېنی والي محمد داوود مزمل د پنجشنبې په ورځ د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.