د ایټالیا سمندري ځواکونو د کډوالو درې کښتۍ چې نږدې ۱۳ سوه کسان په کې وو له ډوبېدو وژغورلې.
دې ځواکونو یو لړ تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دې بېړیو کې نږدې دیارلس سوه کسان له ترکیې راروان شوي وو چې پرون د مدیترانې په اوبو کې له ستونزو سره مخامخ شول.
ایټالیایي ځواکونه وایي چې دا کډوال یې په سخته وژغورل ځکه چې د دوی شمېر زیات و.
دوې اونۍ مخکې په مدیترانې کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله چې یوسل او اتیا تنه په کې سپاره وو لږ تر لږه یو نوي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.