د شمالي کوریا مشر خپل پوځ ته د پوځي تمریناتو د تېزوالي امر کړی

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی چې خپل پوځي تمرینات شدید کړي چې د اړتیا پر مهال د واقعي جګړې مخه ونیسي یا یې ځواب ووايي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ نن جمعه راپور ورکړی چې کیم جونګ اون دا خبرې د پوځي تمریناتو تر څارنې وروسته وکړې.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ له خپلو غربي سواحلو یو لنډواټنه بالیستیک میزاییل وتوغاوه، چې په ځواب کې یې جنوبي کوریا وویل، هغه امکانات ارزوي چې شمالي کوریا ښايي له هماغه سیمې هممهاله ګڼ توغندي توغولي وي.

د شمالي کوریا کې سي این اې خبري اژانس له خوا په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري، چې هممهاله شپږ میزاییل ویشتل شوي دي.

اژانس وايي، د ضربتي ماموریتونو لپاره روزل شوې قطعې په اوبو کې د یوه ټاکل شوي هدف پر لوري ځواکمن میزاییل وویشت او د واقعي جګړې د مقابلې لپاره یې خپله وړتیا ثابته کړه.

شمالي کوریا دا نوي میزاییل په داسې حال کې توغوي چې د امریکا متحدو ایالتونو او جنوبي کوریا په پام کې لري، چې راروانه اوونۍ ګډ پوځي تمرینات پیل کړي.