د کاناډا دولت په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه

د کاناډا بیرغ

د کاناډا دولت د ترهګرۍ ضد قانون په مسوده کې له بدلون سره په افغانستان کې د بشري چارو بیا پيل ته اجازه ورکړه.

فرانس پریس اژانس ویلي چې د ترهګرۍ ضد قانون په مسوده کې دا بدلون پرون پنجشبه رامنځته شو، خو په وینا یې د وروستي کېدو لپاره د پارلمان تایید ته هم اړتیا لري.

کاناډا ۲۰۱۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ټولې بشري چارې افغانستان کې ودرولې.

کاناډا د طالبانو له بیا واکمنۍ سره خپلو د بشري مرستو ادارو ته خبرداری ورکړی و چې له افغانانو سره د مرستې په صورت کې د قانون د نقض له خطر سره مخامخېدای شي.

اوس د قانون په نوې مسوده کې مرستندویه کارکوونکي له دغه خبرداري مستثنا شوي دي.