د افغانستان بانک تر ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د طالبانو په کنترول کې د افغانستان بانک

د افغانستان بانک غواړي چې سبا شنبې د داوطلبۍ له لارې تر ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.

دې بانک په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د سوداګریزو بانکونو په ګډون ټول اشخاص او بنسټونه چې مالي او پولي چارې سرته رسوي او په شرایطو برابر دي، کولای شي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چې اکثراً په اونۍ یا څو اونیو کې میلیونونه ډالرد لیلام له لارې بازار ته وړاندې کړي، دا ځل دغه ډالر داسې مهال د داوطلبۍ له لارې لیلاموي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې وویل چې پر ښځو او نجونو د طالبانو لګول شوي سخت محدودیتونه ښایي د دې سبب شي چې دې هېواد ته د بشري مرستو د نغدو پیسو د لېږد اندازه کمه شي.

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، کابل ته تقریباً هره اونۍ یا څو اونیو کې لسګونه میلیون ډالر انتقال شوي دي.