جیورجیا میلوني: ایټالیا د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې اقدامات کوي

د ایټالیا صدراعظمه جیورجیا میلوني

د ایټالیا صدراعظمې جیورجیا میلوني ژمنه وکړه چې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې به اقدام وکړي.

هغې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د کابینې په ملتیا یې د هغې ډوبې شوې کښتۍ له نږدې له ځایه کتنه وکړه چې د فرانسپرس اژانس په وینا لږترلږه ۷۲ تنه په کې مړه شوي دي.

مېرمن میلوني وویل، وزیرانو یې له دې حکم سره چې د قاچاقبرانو لپاره چې د پناه غوښتونکو د مړینې یا د هغوی د سخت ټپي کېدو سبب کېږي، د بند سزا تر دېرشو کلونو پورې لوړه کړي.

د ایټالیا د کالبریا جنوبې سیمې سواحلو ته نږدې د فبرورۍ په ۲۶ په توپاني هوا کې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې لږترلږه ۷۲ تنو چې اکثریت یې افغانان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي خپلو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د مړو د استولو بهیر پیل شوی او په پام کې لري چې د ۱۶ افغانانو مړي افغانستان ته واستوي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یوه افغان مړی روانه اونۍ د کروتون ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او د نورو اوو تنو مړي بولوګنا ته ولېږدول شول چې د مسلمانانو په هدیره کې ښخ شي.

تر اوسه د مړو شویو افغانانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د طالبانو چارواکو ویلي چې اتیا تنه افغانان په دې پېښه کې مړه شوي دي.