په جرمني کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د جرمني پولیسو د شپې له خوا د برید سیمه کلا بنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې له کورونو دې نه راوځي.

د جرمني په شمالي ښار هامبورګ کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د جرمني ډي پي اې اژانس د ځایي رسنیو په حواله د مرګ ژوبلې دغه شمېرې ورکړي، خو تراوسه پولیسو په رسمي ډول د مرګ ژوبلې شمېر نه دی کره کړی.

برید تېره شپه په ځایي وخت ماخوستن نهه بجې د مسیحیانو د مذهبي مراسمو په جریان کې شوی دی.

پولیسو د شپې له خوا د برید سیمه کلا بنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې له کورونو دې نه راوځي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي، پولیسو د ودانۍ دننه د وژل شویو کسانو ترڅنګ داسې یو جسد هم موندلی چې د بریدګر ګومان پرې کېږي.

تراوسه د برید انګېزه نه ده معلومه او پولیس د برید د څرنګوالي په پلټنه بوخت دي.