په کابل کې چاودنه شوې

ارشیف

په کابل کې نن غرمه مهال یوه چاودنه شوې.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ځینو رسنیو ته تایید کړې چې چاودنه د کابل د پنځمې حوزې د قمبر څلورلارې سره نږدې شوې.

هغه ویلي ماین په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوی وو او د چاودنې پر مهال چاته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.