په خیبرپښتونخوا کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

ارشیف

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي چې په درابڼ کې په یوه وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

دا برید د مارچ پر اتمه نېټه د درابڼ په ګیره مستان سیمه کې هغه مهال شوی چې پولیسو د سرشمېرنې د ډلې ساتنه کوله.

پولیس زیاتوي چې بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه برښنایي یا ډیجېټل سرشمېرنه پیل شوې ده چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دوام لري.

دا لومړی ځل دی چې د سرشمېرنې ډلې پر ساتونکيو پولیسو حمله شوې ده.