ملګري ملتونه: طالبانو د افغان ښځو او نجونو ځپنې ته دوام ورکړی

د افغانستان په لوېدیځ کې د نجونو یو ښوونځی چې د طالبانو له لوري بند شوی دی.

ملګري ملتونه وایي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دغه هېواد د نړۍ په کچه ښځو او نجونو ته تر ټولو ځپونکی پاتې شوی دی.

دغه سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان نویو حاکمانو 'پر هغو تګلارو واحد تمرکز کړی چې له مخې یې ډېرې ښځې او نجونې کورونو کې بندې پاتې دي.'

ملګري ملتونه وایي، سره له دې چې طالبانو په لومړي سر کې د معتدل دریځ ژمنې کړې وې، خو په خبره یې له حاکمیت وروسته یې نجونې له شپږ ټولګي پورته تعلیم او ښځې له عام محضر لکه پارکونو او جیمونو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو دغه اعلامیه د دغه سازمان د امنیت شورا تر غونډې وروسته چې افغانستان په اړه بحث ته هم ځانګړې شوې وه، خپره کړه.

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د تازه اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا تر دې یې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په رڼا کې یې نجونو او ښځو ته حقونه ورکړي دي.

د ښځو پر کار او تعلیم بندیزونو بیا پر نړیوالو سربېره خپله یو شمېر طالب چارواکي هم په ظاهره ناراضه کړي او دغو چارواکو له دې کبله په خپلې مشرتابه نیوکې کړي دي.