له اروپایي ټولنې وروسته بریتانیا هم پر ځینو طالب چارواکو بندیزونه ولګول

ځینې طالب مشران

د اروپایي ټولنې تر بندیزونو وروسته بریتانیا هم پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالب چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د راپورونو له مخې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي، دغه بندیزونه د دې لپاره لګول کېږي چې طالبانو په پراخه توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې ده.

په راپورونو کې دا جزییات نه دي ورکړل شوي چې بریتانیا د طالبانو پر کومو چارواکو بندیزونه اعلان کړي، خو تر دې وړاندې اروپایي ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد بندیزونه اعلان کړي.

دغه دواړه طالب چارواکي د هغو فرمانونو په صادرولو کې ښکېل بلل شوي چې له مخې یې د ښځو او نجونو کار او تعلیم محدود شوی دی.

بریتانیا پر طالب چارواکو سربېره پر ځینو ایراني، سوریایي او د جنوبي سوډان پر چارواکو هم بندیزونه اعلان کړي دي.