یو امریکايي سرتېري د کابل هوايي ډګر مخې ته د شوي برید په اړه وضاحت ورکړی

ارشیف: د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر مخې ته د چاودنې انځور

یو امریکایي سرتېری چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په برید کې ټپی شوی و وایي، ورته ویل شوي وو چې د داعش ډلې پر مشکوک ځانمرګي بریدګر حمله ونه کړي.

د راپورونو له مخې تایلر ورګاس اندریوز پرون چهارشنبه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته ویلي، استخباراتي معلوماتو تایید کړې چې برید کوونکی پېژندل شوی و.

هغه ان دا جزییات هم ورکړل چې ځانمرګی له خریلې ږیرې، شنو کالیو، تور واسکټ له یوه سپین ږیري سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، خو په خبره یې قومندان یې ورته وویل چې دا سړی ممکن خطرناک نه وي.

په دغه ځانمرګي برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د راوتلو په وروستیو شپو ورځو کې وشو، ۱۷۰ ملکیان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې د برید مسوولیت منلی دی.