یونسکو په ایران کې د زده کوونکو نجونو پر مسمومیت اندېښنه ښودلې

په ایران کې یوه مسموم شوې زده کوونکې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو ښونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یونسکو په ایران کې د زده کوونکو نجونو پر مسمومیت اندېښنه څرګنده کړې.

یونسکو پرون چهارشنبه په ایران کې د سلګونه زده کوونکو مسمومیت ته په اشارې په دې تړاو د څېړنو او د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

یونسکو ویلي، تېرو درېیو میاشتو کې د ایران په ښونځیو کې د زده کوونکو مسمومیت د اندېښنې وړ دی.

له دې سره همهاله د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي، د نجونو د مسمومېدو ریښه یې پيدا کړې، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

اټکل کېږي چې تېرو درېیو میاشتو کې په ایران کې ممکن تر پنځو زرو نجونې زده کوونکې مسمومې شوي وي.