اوچا افغان ښځو ته د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی

يوه افغانه مېرمن چې ټوټې خرڅوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د ښځو د نړیوالې ورځې په څېر هره ورځ په افغانستان کې مرستندویه مؤسسې د ښځو او نجونو په خوا کې ولاړې دي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولای شي د خپلې خوښې ژوند وکړي.

اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي، هیڅ ټولنه د ښځو له حضور پرته زیات دوام نه‌شي پيدا کولی.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان ښځې او نجونې له ټولنې حذف شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو څانګې په ټویټرپاڼه کې ځینې شعارونه خپاره کړي چې په یوه کې یې لیکل شوي، ښځې د هېواد نیمایي نفوس دی او موږ د دې لپاره دنیا ته نه یو راغلي چې په کور کې پاتې شو، پخلی وکړو یا ماشومان وزېږو. اجازه راکړئ چې زده کړې وکړو او ژوند وکړو.

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال داسې مهال نمانځل کېږي چې، د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.