ايران کې د نجونو د مسمومېدو په تړاو يو شمېر کسان نيول شوي

ايران کې نجونې زده‌کوونکې

د ایران عدلي او قضايي ادارو په لومړي ځل د هغې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیولي دي چې ځینو چارواکو د مسمومیتونو لړۍ بللې ده او د ټول هېواد په کچه یې له پنځه زرو زیات زده کوونکي چې اکثر نجونې وې، ناروغه کړې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت پرون- د مارچ په اوومه وویل، استخباراتي ادارو په اوو ولایتونو کې یو شمېر کسان د خطرناکو مواد د جوړولو په شک نیولي دي.

د دې وزارت مرستیال وویل، ښايي همدا مواد د مسمومیتونو په هغو پېښو کې کارول شوي وي چې نږدې څلور میاشتې مخکې پیل شول او لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د نه بښنې وړ جنایت بللی.

د روغتیا وزارت چارواکي لاهم په دې اړه څېړني کوي خو اصلي علت یې لاهم نه‌دی معلوم.

د زده کوونکو د مسمومیت لومړۍ پېښه په نوامبر میاشت کې هغه مهال وشوه چې اتلس تنه زده کوونکې نجونې د سرخوږي، ټوخي، سابندۍ او نورو روغتیايي ستونزو په خاطر روغتون ته ولېږدول شوې او له هغه وروسته د ټول ایران په کچه د سلګونه نورو مواردو راپور هم ورکړل شو.