د ملګروملتونو سرمنشي اوکراين ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش

ملګروملتونو خبر ورکړی چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش پرون د مارچ په اوومه په یو ناڅاپي سفر جګړه ځپلي اوکراین ته سفر وکړ.

نوموړی به دې هېواد ته د درېیم سفر په ترڅ کې له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره وګوري.

وروسته له دې چې د ملګروملتونو چارواکو اعلان وکړ چې ګوتېرش اوکراین ته د سفر پر لاره پولنډ ته هم تللی، د دې سازمان مرستیال ویاند فرحان حق خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ګوتېرش اوس مهال په اوکراین کې دی.

د سرمنشي دفتر ویلي چې ګوتېرش به نن د مارچ په اتمه سهار مهال له زلنسکي سره وګوري او ټاکل شوې چې له اوکراین څخه ووځي او د پنجشنبې په ورځ به په نیویارک کې خپل دفتر ته ستون شي.