يو شمېر لوېديځو هېوادونو افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې

يو شمېر بې‌وزله مېرمنې، ارشيف

د افغانستان لپاره د څو لوېدیځو هېوادونو او د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې.

دې ډلې چې د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو، کاناډا، اسټرالیا، برېتانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناروې، سویس او ایټالیا ځانګړي استازي په‌کې دي، پرون د مارچ په اومه په یوه ګډ بیان کې وویل، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي وضعیت لپاره ژوره اندېښنه لري.

د دې ډلې مخکینۍ غونډه سږکال د فبروري په شلمه په پاریس کې وه.

دا اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې د افغانستان تر نيمايي ډېر وګړي له سختې بې‌وزلۍ او فقر سره مخ دي.