د طالبانو حکومت د پاکستان له زندانونو د ۷۴ افغان بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

د پاکستان په يوه زندان کې افغان بنديان، ارشيف

د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څلور اویا نور افغان بندیان پرون له بنده خوشې او افغانستان ته ولېږدول شول.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په ولکه کې دی، تېره شپه په یوه ټویټ کې خبر ورکړی، چې تر اوسه تر یونیم زرو زیات افغان بندیان له پاکستانه خوشې شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع منیزې کاکړ، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، ځینې بندیان ناروغان او په بد وضعیت کې دي.

په وروستیو کې د پاکستان پولیسو د افغانانو نیولو ته زیاته مخه کړې ده او زیاتره یې هغه کسان نیولي چې قانوني اسناد نه‌لري.