په رسامۍ کې پر افغان نجونو د محدوديت کيسې

مرسل احمدزۍ شل کلنه ده او په کابل کې اوسي. احمدزۍ د ګرافیک ډیزاین محصله وه. دې په پوهنتون کې د لومړي کال په دریم سمستر کې د ګرافیک ډیزاین زده‌کړه کوله.
دا وايي: "له بده مرغه د نورو افغان نجونو په څېر اوس زه هم پر کور ناسته یم. زه په خپله رسامي کې د افغان نجونو درد او کړاو انځوروم، چې زه یې نه خوښوم، ځکه غواړم د افغان نجونو خوښۍ او د خپل وطن ښکلا انځور کړم."
مرسل زیاتوي: «دا زما یو انځور دی چې د افغان نجونو د خوبونو په اړه دی چې د چادرۍ تر شا پټې دي. ما دې نقاشۍ ته د "خوبونو" نوم ورکړ."
 

دا انځور هم مرسل احمدزۍ رسامي کړی دی مرسل زیاتوي: "دا زما یو انځور دی چې د افغان نجونو د خوبونو په اړه دی چې د چادرۍ تر شا پټې دي. ما دې نقاشۍ ته د "خوبونو" نوم ورکړ."
.

سارا رحماني په افغانستان کې زېږېدلې او لویه شوې ده. پنځه کاله کیږي چې امریکا ته کډه شوې. دا د ملکي انجینرۍ په برخه کې لوړې زده کړې کوي او تر څنګه یې رسامي هم کوي.
دا د خپلې رسامي په اړه وايي چې د هغو کډوالو (په ځانګړې توګه د نجونو) د ژوند د دریو پړاوونو انځور دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.
لومړۍ د کابل د ښايست او خوښيو او ازادۍ مرحله. په‌ داسې حال کې چې نجونې د هلکانو په څیر ښوونځي ته تلې.

دا انځور هم سارا رحماني کښلی دی او نجونو د ژوند دوهمه مرحله يې په‌کې انځور کړې ده.
 د سخت کار او بې ځایه کیدو ورځې او د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ګډوډي. د نجونو لپاره د ښوونځیو د تړلو غمجن وضعیت، د خپلو حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ښځو او نجونو مبارزه او له دې افغانستانه د خلکو د تېښتې هڅې چې طالبانو د دوی لپاره زندان کړی دی.

دا انځور چې سارا رحماني د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته د درېیمې مرحلې نوم ورکړی، له هجرت وروسته د پښیمانۍ او نوستالژي مرحله ده.

 

لېمه څاروان افغان انځورګره ده. دا د افغانستان د غزني ولایت ده او له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د چک جمهوریت په پراګ ښار کې ژوند کوي. د دې انځور په اړه هغه وايي، هڅه يې کړې چې د هغو افغان نجونو درد رسم کړي چې، د طالبانو له زده کړو منع کړي دي.
نوموړې زیاتوي: «دا انځور په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ظلم سمبول دی. د ښوونځي نجلۍ غواړي چې ښوونځي ته لاړه شي خو د طالبانو د پرېکړو له کبله نه‌شي کولای.»

سارا بارکزۍ د افغانستان د هرات ولایت ده. هغه له ماشومتوب راهیسې انځورګري کوي، لنډې کیسې او شعرونه لیکي. له ښوونځي څخه د فراغت وروسته، هغې په ترکیه کې د هنر او سینما په برخه کې بورس ترلاسه کړ. دې د انیمشن او مهندسۍ په برخه کې زده کړې کړي. هغه د افغانستان لومړنۍ ښځینه انیماتوره بلل کیږي.
د دې په وینا د لاندي انځور عنوان دی: د ازادۍ ملکه
سارا بارکزۍ په دې انځورګرۍ کې د کرکټر په اړه وايي:
"دوی زه یو داسي څوک کړم چې نه لیدل کیږي
په کفن کې تړلې او یوه هیڅ څوک
یو سیوری، چې هیڅ وجود نه لري، خاموشه کړای شوې
له ما یې ازادي اخیستې، په پنجره پوري يې محدوده کړې
ماته ووایه چې څنګه خپله غوسه او زما جذبه اداره کړم؟
دا راته ووایه چې زه په دې دنیا کې څنګه ژوندۍ پاتې کېدای شم؟”

ماریا په کابل کې زېږېدلې او په جرمني کې لویه شوې ده. کله چې هغه پنځه کلنه وه د هغې کورنۍ جرمني ته کډه شوه. هغه له ماشومتوب راهیسې انځورګري او نقاشي کوي خو په پوهنتون کې یې د هنر، سیاسي علومو او انګلیسي ژبې زده کړې کړي دي.
هغې د لیسانس سند (انګلیسي، هنر، سیاست) او د ماسټرۍ سند (انګلیسي او هنر) کې ترلاسه کړ. له ۲۰۲۰ کال راهیسې هغه په ​​پوهنتون کې لیکچر ورکوي او په ښوونځي کې هم کار کوي.
ماریا به د المان په هانوور کې د دوبي په جشن کې د (انځورونو) نندارتون ولري. هغه د ښوونځي له وخته کیسو او کتابونو ته انځورونه جوړوي.
د دې نقاشۍ په اړه هغه وايي: "په دې کې یوه نجلۍ ښکاري چې چادري لري، مګر تر چادري لاندې، هغه یو کتاب لولي چې سترګې يې روښانه کوي. دا په ډاګه کوي چې تعلیم به روښانه راتلونکی ورکړي. دغه کتاب د «افغانستان راتلونکی» نومیږي.

مینه په هالنډ کې زیږېدلې او د ننګرهار ولایت ده. کورنۍ يې د دې په کوچنیوالي کې هالنډ ته کډه شوې وه.
دا اوس‌مهال د اوډیسا ملي طبي پوهنتون کې د غاښونو په برخه کې د درېيم کال محصله ده.
هغه وايي: "زموږ مورنی ټاټوبی تر ناوړه وختونو تیریږي خو اوس موږ د خپل تاریخ په تر ټولو تورو مرحلو کې یو ځکه چې موږ په نړۍ کې یوازینی هېواد یو چې نجونې نه‌شي کولی ښوونځي ته لاړې شي او زده کړې وکړي او ښځې له ډېرو نورو پرمختګونو څخه هم محرومې شوې دي."
دغه راز نوموړې وايي: "ښځې په خپلو کورونو کې د رڼا، زړورتیا او هڅونې سرچینه دي. دوی د هرې ټولنې اساسي ستنې دي او همداسې زموږ د ټولنې ستنې هم دي.
دا وايي، د دغه انځور نوم یې هیله دی او دا هیله لري چې افغانستان به يوه ورځ يو ځل بيا د نړۍ پر کچه راپورته شي.

اتینا سلطاني د هرات ولایت اوسیدونکی ده او د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده. دا د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته د انګلیسي په زده کړه بوخته وه او د کار په لټه کې وه، خو اوس وايي: "زه له دواړو څخه بې برخې شوې یم."
اتینا وايي، طالبان ښځينه فارغانو ته د دوی ديپلومونه نه ورکوي او له همدې امله يې ديپلوم نه‌دی ترلاسه کړی چې په بل ځای کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغې لاندې انځور ته "سړه جګړه" عنوان ورکړی دی.

دا انځورګري هم اتينا سلطاني کړې ده.
نوموړې وايي: "په افغانستان کې ښځې د جګړې قربانيانې وې او دي. په دې ورځو کې، چې افغان نجونې د دوی پر وړاندې د "سړې جګړې" څخه تیریږي، زه غواړم چې که تاسي د نړۍ په هر ځای کې یاست، د دوی ملاتړ وکړئ.”

رخسار رحیمي د افغانستان په کابل کې زېږېدلی او لوی شوې ده. نوموړې ۱۸ کلنه ده. رحيمي زده کوونکې وه او په کابل کې يې د هنري نندارتونونو بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي وو. هغه د لېسې په وروستي کال کې  د فراغت په حال کې وه، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي وتړل.
هغه وايي: «په تېر کال کې چې طالبانو د نجونو لپاره ښوونځي وتړل، زه یوه رضاکاره ښوونکې شوم چې نجونو ته په یوه سیمه‌ییز ښوونیز مرکز کې تدریس وکړم. دا کار له ویرې او ننګونو ډک و، خو زه فکر کوم چې دا واقعا ښه تجربه وه ځکه چې دا د زړورتیا نښه وه.
یو کال وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، رحیمي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ځورونې له وېرې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه کډه وکړه.
دغه نقاشي د هغو افغان نجونو اوسنی حالت ښيي چې له زده کړو منعه شوي دي.
لکه څنګه چې موږ پوهیږو، د طالبانو په راتګ او په افغانستان کې د هغوی له واکمنۍ سره، بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی له خوا تر پښو لاندې شول.
د ښوونځیو، پوهنتونونو او کالجونو دروازې ی