ټاکل شوې د ملګروملتونو سرمنشي سبا د اوکراين له ولسمشر سره وګوري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش به سبا چهارشنبې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د دغه هېواد له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره وګوري.

ويل شوي، په دې کتنه کې به له مسکو سره د شوې هغې هوکړې د غځېدو په اړه خبرې وشي چې د اوکراین د تورسمندرګي له بندرونو د دې هېواد د غلو صادراتو ته اجازه ورکوي.

د ملګروملتونو ویاند سټیفان دوچاریک وویل، ګوتېرش اوکراین ته پر لاره نن پولنډ ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ګوتېرش به د دغې هوکړې د غځېدو پر ټولو اړخونو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د څلورو میاشتو لپاره دغه هوکړه چې، د لومړي ځل لپاره په تېره جولای میاشت کې د ملګروملتونو او ترکیې په منځ‌ګړتوب رامنځته شوې، په تېره نومبر میاشت کې تمدید شوې ده.