د طالبانو حکومت: د بنديانو د تبادلې په دوام ايران ۱۸۹ افغان بنديان خوشې کړي

د ايران مرکزي زندان، ارشيف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د زندانیانو د تبادلې په دوام نن سه‌شنبه ۱۸۹ افغانان چې په ایران کې زنداني وو، د اسلام قلعه په بندر کې دوی ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دا کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.

هغه وویل: "دا توافق څو ورځې وړاندې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړ رتبه پلاوي سره په تهران کې وشو."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون هم خبر ورکړی و چې، ۲۶۰ تنه افغانان چې په ایران کې زنداني وو، دوی ته سپارل شوي دي.