داعش د پاکستان په کوټه کې د وروستي ځانمرګي بريد مسووليت ومانه

ارشيف

د اسلامي‌دولت ډلې یا داعش د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت ومانه چې پرون دوشنبه ۹ پولیس په کې ووژل شول.

د رویټرز خبري اژانس په وینا دغه برید د کوټې ختیځ ته په ۱۶۰ کیلو متري سیبي سیمه کې پرون هغه مهال وشو چې په موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر د پولیسو موټر په نښه کړ.

د 'سایټ' استخباراتي ډلې مشرې ریتا کتز چې د سخت دریځو ډلو انلاین فعالیتونه څاري، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې داعش د برید پړه منلې ده.

رویټرز د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي چې برید کې ۷ پولیس ټپيان شوي هم دي.

دا په پاکستان کې پر پولیسو د برید تازه پېښه ده.