اميري: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته پاملرنه وکړي

رينا اميري

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د متحدوایالتونو ځانګړې استازې ریناامیري هیله څرګنده کړې چې د نړۍ مشران به د افغان ښځو او نجونو روان وضعیت ته پاملرنه وکړي.

مېرمن امیري پر خپل ټویټر په یو بیان کې چې بېګا خپور شو د ملګرو ملتونو په نوښت د ښځو په اړه یوې ځانګړې غونډې ته چې پرون پیل شوه او د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام وکړي اشاره کړې او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم بندیز او نورو هغو فرمانونو ته پاملرنه وکړي چې طالبانو د ښځو په برخه کې ورکړي دي.

د ښځو د حقونو په اړه د ملګروملتونو د سږنۍ غونډې تمرکز به په ډیجیټال عصر کې د زده کړو پر موضوع وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې نمانځنې ته یوه ورځ پاتې ده او په دې مناسبت د نړۍ په ټولو هېوادونو کې غونډې جوړېږي.