د روغتیا نړیوال سازمان د کندهار میرویس روغتون سره مرسته کړې

د ميرويس روغتون يوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کندهار ولایت د میرویس روغتون له بېړنۍ څانګې سره د تازه مرستې خبر ورکړی.

دې سازمان پر ټویټر په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د میرویس د ۶۰۰ بستریز روغتون د عاجلو ناروغانو له څانګې سره یې چې ۱۵ بسترونه لري، د روغتیايي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې له افغانستان سره د نړیوالو په مرستو کې کموالی راغی، د هېواد ډېری روغتونونه د درملو او روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.