ګروسي: د ایران له خوا ورکړل شوي امتیازونه تر ډېره له راتلونکو مذاکراتو سره تړلي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر وايي، ایران ته د سفر پرمهال ده ته د ایران له خوا ورکړل شوي امتیازونه تر ډېره له راتلونکو مذاکراتو سره تړلي دي.

رافایل ګروسي چې تازه د تهران له سفره راستون شوی دی پرون په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې دی له خپلو پخوانیو څرګندونو په شا شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې او ایران موافقه کړې چې د ایران په درېیو اټومي بټیو کې د غني شویو یورانیمو د موندل کېدو په اړه د تحقیقاتو په ګډون به د بېلابېلو مسایلو په اړه په خبرو کې پرمخ ځي.

ګروسي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، له ایران سره موافقه شوې چې د ایران په اټومي بټیو کې د څارنې ټول ځانګړي وسایل به بیا نصبېږي، خو پرون یې وویل، په دې اړه باید بحث وشي چې دا کار به څنګه ترسره کېږي.