نړیوال فضايي سټېشن خپل موقعيت بدل کړ

ارشيف

روسي سرچینې وايي، نړیوال فضايي سټېشن د دې لپاره چې په فضا کې له پاتې شویو توکو سره ټکر نه شي پرون دې ته اړ شو چې یوبل مدار ته واوړي.

د روسیې د فضايي څېړنو ادارې روس کوسموس پرون وویل چې په فضا کې د دېره نړیوال فضايي سټېشن یا ISS انجن، بل مدار ته د دې مرکز په اووښتو کې مرسته وکړه.

د معلوماتو له مخې د نړیوال فضايي سټېشن دا ۳۳۴ م ځل دی چې په فضا کې له الوتکو توکه سره د ټکر د مخنیوي لپاره خپل ځای بدلوي.

په فضا کې پاتې الوتونکې پرزې لکه غیرفعال سټلایټونه، د فضايي مسافرو لپاره جدي ستونزه ګڼل کېږي.