د خبريالانو د ملاتړ سازمان د افغان خبريالې تورپيکۍ امرخېل پر مړينه خفګان کړی

افغان خبرياله تورپيکۍ امرخېل

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ایټالیا سواحلو ته نږدې د پناه غوښتونکو په یوه بېړۍ کې د یوې افغان خبریالې تورپیکۍ امرخېل پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.

په دې پېښه کې، چې د روان حوت په اوومه وشوه، لږ تر لږه ۳۲ تنه افغانان مړه شول.

تورپیکۍ امرخېل د ملي راډیو ټلوېزیون ویانده وه.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې، تورپیکۍ امرخېل په افغانستان کې له محرومیت او ستونزمن ژوند څخه د ځان ژغورلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوه خو ارمانونه یې نیمه خوا شول.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ملي راډیو ټلوېزیون په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګول شو.