د بنګله‌دېش چارواکو د دغه هېواد په يو کمپ کې د اورلګېدنې په اړه د څېړنو خبر ورکړی

د بنګله‌دېش په يو کمپ کې اورلګېدنه

د بنګله‌دېش چارواکي په خپل هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو په ستر کمپ کې د اورلګېدو د علت په اړه څېړنې کوي.

د دې پېښې له کبله، چې پرون یکشنبه وشوه، ۱۲ زره کډوال بې سرپناه شول.

د ځايي چارواکو په وینا، په دې پراخه اورلګېدنه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

په بنګله‌دېش کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په څو ټویټونو کې ویلي، د روهینګیا کډوالو د کمپ رضاکارانو د اور وژنې هڅه وکړه او دې کمېشنرۍ او نورو همکارانو یې ملاتړ کاوه.

په تېرو څو لسیزو کې له میانمار یا پخوانۍ برما تر یو ملیون ډېر روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي دي.

له دې ډلې اووه لکه او څلوېښت زره یې د ۲۰۱۷م کال له اګست میاشتې راهیسې بنګله‌دېش ته وروسته له هغې واوښتل چې د میانمار پوځ د دوی په وړاندې ځپونکي اقدامات وکړل.