بلوچستان کې ۹ پاکستاني پوليس وژل شوي

بلوچستان کې بمي بريد

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه بمي برید کې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنیو نن د پولیسو د چارواکو په قول وویل، امنیتي ځواکونه له سبۍ څخه بېرته کوټې ته روان وو چې د موټر په لاره کې یې د کمبیري په پله کې چاودنه وشوه.

د پولیسو یوه چارواکي محمود نوتیزايي بیا ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، ګومان کېږي چې یوه انتحاري بریدګر خپل موټرسایکل د امنیتي ځواکونو د سپرلۍ له موټر سره ټکر کړی دی، خو ده په عین حال کې وویل چې د پېښې د څرنګوالي په اړه لا ګروېږنې روانې دي.

له دې جلا پرون د خیبر پښتونخوا ایالت په دوو سیمو کې چاودنو لږ تر لږه ۳ تنه ووژل او ۲ نور ژوبل کړل.