د ترکيې پوليسو د افغان پناه غوښتونکو يوه بېړۍ خپل ساحل ته وړې ده

ارشيف

د ترکیې پولیسو د افغان پناه غوښتونکو هغه بېړۍ د خپلې خاورې ساحل ته یووړه چې دوې ورځې د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې ایساره وه.

د ترکیې رسنیو نن راپور ورکړ چې، د دغه هېواد پولیسو ۶۰ افغان پناه غوښتونکي، چې ۲۰ تنه یې ماشومان دي، له لالهاند حالته ژغورلي او خپلې خاورې ته راوستي دي.

د دغو پناه غوښتونکو ویډیوګانې خپرې شوې وې چې، د مرستې چیغې یې وهلې او ویل یې، د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې بند پاتې دي.

د روان حوت په ۷ مه د ایټالیا د کرتون ښار سواحلو ته نږدې یوه بېړۍ ډوبه شوه چې لږ تر لږه ۳۲ تنه افغان پناه غوښتونکي په‌کې مړه شول.