بنګله‌دېش؛ د روهينګيا مسلمانانو په يوه کمپ کې اور لګېدلی

بنګله‌دېش کې اورلګېدنه

د بنګله‌دېش په جنوب کې د روهینګیا مسلمانانو په ګڼ مېشت کمپ کې پراخ اور ولګېد، چې پرون یکشنبه یې په زرګونو کډوال بې سرپناه کړل.

د اوروژنې یوه چارواکي امدادالحق ویلي، په دې اورلګېدنه کې لا د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

په بنګله‌دېش کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په ځینو ټویټونو کې ویلي، د روهینګیا کډوالو د کمپ رضاکارانو د اوروژنې هڅه وکړه، چې دغې کمېشنرۍ او نورو همکارانو یې ملاتړ کاوه.

په تېرو څو لسیزو کې له میانمار یا پخوانۍ برما تر یو ملیون ډېر روهینګیا مسلمانان بنګله‌دېش ته کډه شوي دي.

له دې ډلې اووه لکه او څلوېښت زره یې د ۲۰۱۷م کال له اګست میاشتې راهیسې بنګله‌دېش ته وروسته له هغې واوښتل چې د میانمار پوځ د دوی په وړاندې ځپونکي اقدامات وکړل.