د بښنې نړيوال سازمان افغانستان کې د بشري وضعيت د لاخرابېدو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې

ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان د ملګروملتونو له غړو هېوادونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.

د جرمني خبري اژانس د ننني راپور له‌مخې، دغې ادارې ویلي، دغه هېوادونه باید ډاډمن کړي، له هغو کسانو سره به انصاف کېږي، چې د طالبانو د ناوړه چلند قرباني شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو د ښځو د حقونو مدافعانې، اکاډمیک شخصیتونه او نور فعالان په عامه د انتقادونو له کبله نیولي دي.

د دې سازمان سرمنشۍ اګنیس کالامارد (Agnès Callamard) ویلي، ګڼ کسان چې په خپل‌سري ډول نیول شوي، د درملنې امکان نه‌دی ورته برابر شوی او له خپلو کورنیو سره د لیدلو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، طالبان یا اراده نه‌لري، یا هم نه‌غواړي د هغو پېښو په اړه څېړنه وکړي، چې د دوی غړي له بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي.