زلنسکي: دونباس سيمه کې جګړه سخته شوې ده

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ومنله چې، د دغه هېواد په ختیځ دونباس سیمه کې روانه جګړه دردوونکې او چلنجوونکې ده.

روسي ځواکونه هڅه کوي، بخموت ښار چې په تېرو څو میاشتو کې د روسیې د توپونو په ډزو زیات ویجاړ شوی، کلابند کړي.

زلنسکي پرون ناوخته په خپله ورځنۍ ویډیو کې وویل: زه غواړم په دونباس سیمه کې د جنګېدونکو سرتېرو د زړورتیا، پیاوړتیا او مبارزې ځانګړی قدردانی وکړم.

هغه په دې سیمه کې روانه جګړه تر ټولو سخته، دردوونکې او پېچلې وبلله.

دغه جګړه د بخموت ښار پر شا و خوا متمرکزه ده، هغه ښار چې شا و خوا ۷۰زره اوسېدونکي لري او روسي ځواکونه هم له ګڼو زیانونو سره- سره د دې ښار د نیولو هڅه کوي.