د پاکستان پوليس پرون د عمران خان په نيولو ونه توانېدل

عمران خان

د پاکستان پولیس پرون ونه توانېدل چې، پخوانی صدراعظم عمران خان چې د توقیف حکم یې صادر شوی، ونیسي.

د پاکستان پولیسو وویل، پرون له اسلام اباده لاهور ته د عمران خان کور ته چې د هغه ملاتړو شاوخوا محاصره کړی و، ورسېدل خو د هغه په نیولو بریالي نه‌شول.

د عمران خان د نیولو حکم وروسته له هغې صادر شو چې نوموړی د فبرورۍ په ۲۸مه د فساد په یوه قضیه کې محکمې ته حاضر نه‌شو.

عمران خان تورن شوی دی چې، د واکمنۍ پر مهال یې دولتي سوغاتونه په پټه پلورلي دي.