د خوړو او کرنې ادارې بادغيس کې له يو شمېر زيان‌ګالو سره مرستې کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بادغيس ولايت موقعيت

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره یا FAO په بادغیس کې له زیان‌ګالو مالدارانو سره د مرستې خبر ورکوي.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، د اسیایي پراختیایي بانک په ملاتړ په بادغیس ولایت کې هغو ۴۵۰۰ زیان‌ګالو مالدارو کورنیو ته ۲۲ نیم ټنه واښه برابروي چې، هم یې د وښو زېرمې زیاتې شي او هم یې ورسره د خوړو خوندیتوب ښه شي.

دغې ادارې همدارنګه ویلي، د څارویو د سالمې ساتنې او تولید د دوام لپاره خورا مهمه ده چې خوراکي مواد د لاس‌رسي وړ وي.

بادغیس یو د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې، ډېری خلک یې پر مالدارۍ بوخت دي او په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت له امله دوی هم د خپلو څارویو په مړولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.